په هند کې د اسماني تندر د  د غورځیدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د هند په ختیځ کې د بهار ایالت په ۸ ولسوالیو کې د اسماني تندر د  د غورځیدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.

1859922
په هند کې د  اسماني تندر د  د غورځیدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د هند په ختیځ کې د بهار ایالت په ۸ ولسوالیو کې د اسماني تندر د  د غورځیدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د هند د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې د ایالت په شمالي برخو کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو هم د سختو بارانونو تمه کیږي.

د بهار لومړي وزیر نتیش کمار له خلکو وغوښتل چې د طوفاني باران له امله  د ایالت د ناورین مدیریت ادارې سپارښتنې له نږدې تعقیب کړي.

کمار اعلان وکړ چې د اسماني تندر د غورځیدو په پایله کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته ۴۰۰۰۰۰ کلدارې ورکول کیږي.

په هند کې هر کال د مون سون بارانونو پر مهال د اسماني تندر د غورځیدو له امله  په سلګونه کسان ژوند د لاسه ورکوي.


پيوندونه: #اسماني تندر , #هند

اړوند خبرونه