ګوتریش پر روسیې او لیتوانیا د اعتدال غږ وکړ
ګوتریش د روسیې او لیتوانیا نه د پارونکو څرګندونو او اقداماتو چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د روان بحران د لا ژورتیا لامل ګرځي د ډډه کولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د لیتوانیا لخوا د روسیې د کالینینګراد سیمې ته د ریل ګاډو په واسطه د توکو په لیږد د بعضو محدودیتونو د لګولو له امله په روسیې او لیتوانیا ددې مسئلې له امله د متقابلو پارونکو څرګندونو او اقداماتو نه چې د ډډه غږولو غږ کړی دی .
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په مرکزي دفتر کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې ګوتیریش د روسیې او لیتوانیا ترمنځ د کالینینګراد د ټرانسپورټ له امله رامنځته شوې بحران د "اندیښنې سره" تعقیبوي، او دواړه خواوو نه د نړۍوالو قوانینو پر بڼسټ د خبرو اترو له لارې ددې ستونزې د حلولو غوښتنه کوي. ګوتیریش پر دواړو خواوو غږ کړی دی چې ،
"موږ د اخطارونو په ګډون دا پرمختګونه له نږدې څارو. دا د جدي اندیښنې وړ خبره ده. د هر ډول بیان او اقداماتو نه چې تاوتریخوالی زیاتوي باید مخنیوی وشي."
د ویلو ده چې لیتوانیا د اروپایی ټولنې لخوا پر روسیې د لګول شوو بندیزونو له امله د خپلې خاورې له لارې د روسیې اړوند کالینینګراد ته د ریل ګاډو په وسیله د ځینو توکو پر لیږد بندیز ولګاوه. روسیې د لیتوانیا ددې بندیزونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود او حتا ګواښونه يي وکړل. د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف وویل چې هیواد به یې د لیتوانیا لخوا لګول شوي بندیز ته ژر تر ژره ځواب ووایی.
د روسیې او کالینینګراد سیمې ترمنځ یوازینۍ پټلۍ د لیتوانیا له خاورې تېرېږي.
کالینینګراد د روسیې خاوره ده چې له روسیې سره هیڅ ځمکنۍ اړیکه نلري، د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ او د بالتیک سمندر په ساحل کې موقعیت لري.