د روسیې په روستوف سیمه کې یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې سقوط کړی دی.
د روسیې یوې جنګي الوتکې سقوط کړی
1846609
د روسیې په روستوف سیمه کې یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې سقوط کړی دی.
د روسیې د وسله والو ځواکونو د جنوبي سیمې د مطبوعاتي مرکز له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه Su-25 ډوله جنګي الوتکه، چې پلان شوې روزنیزه الوتنه یې کوله، سقوط کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پدې پیښه کې د الوتکې پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
" الوتنه له مهماتو پرته ترسره شوې وه. الوتکه په یوه صحرايي سیمه کې لویدلې ده. په دې پیښه کې کوم تخریبات ندي رامنځته شوي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې الوتکې د تخنیکی ستونزې له امله سقوط کړی دی خو د روسیې هوايي او فضايي ځواکونو ددې پیښې د څیړولو لپاره یو کمیسیون په دنده ګمارلی دی. کمیسیون په خپلو تحقیقاتو پیل کړی دی.