د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ : جو بایدن هیواد د نړۍوالې جګړې پر لورې روان کړی

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن د اوکراین سره د بایدن د حکومت په ډیرو زیاتو مرستو نیوکه وکړه او وویل چې د هیواد خزانه يي تشه کړه

1846977
د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ : جو بایدن هیواد د نړۍوالې جګړې پر لورې روان کړی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، ولسمشر جوبایډن د اوکراین د جګړې له امله د هیواد ملي اقتصاد ضعیفه  کړی او هېواد یې د "نړیوالې جګړې" په لور روان کړی دی.

ټرمپ  دا څرګندونې د نیوز میکس ویاند ایریک بولینګ  سره په مرکه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې "زموږ هیواد د ډیرو جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. زموږ هیواد هیڅکله داسې نه و. موږ د هغه څه له امله  چې په اوکراین او روسیه کې پیښیږي په جدي خطر کې یو. د بایدن حکومت کړنې کیدای  شي چې نړۍوالې جګړې ته لار هواره کړي. هغه څه چې دوی یې کوي لیونتوب دی. دا جنون دی"

ټرمپ پر بایدن کیف ته د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي مرستې لیږلو له امله  نیوکه وکړه ، ټرمپ وویل چې په  جګړې تېل شیندل  "د دریمې نړیوالې جګړې لامل  کیدای شي".

ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار سره وویل  "که زه لا په واک کې وای، د اوکراین جګړه به هېڅکله نه وای رامنځته شوې".

د امریکا پخواني ولسمشر دا څرګنده نکړه چې څه ډول به يي ددې جګړې مخنیوی کړی وی، خو ټینګار یې وکړ چې د هغه تر ادارې لاندې امریکا ته "درناوی" کیده او زیاته کړه چې یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو سره سم به د یوې اونۍ په دننه کې د ایران د اټومي ارمانونو په اړه ددې هیواد سره تړون لاسلیک کړي او تفاهم ته به ورسیږي.

ټرمپ دا هم وویل  چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه د نوماندۍ پر وړاندې د خنډ جوړولو په خاطر هیڅ شی شتون نلري.



اړوند خبرونه