بایدن : په نړۍوال اقتصاد کې پړسوب یواځنی لامل د پوتین لخوا پر اوکراین برید دی
بایدن په لاس انجلس ښار کې جوړه شوې د مرکزي او سویلي امریکا هیوادونو د مشرانو غونډې ته وینا وکړه
د امریکا ولسمشر جوبایډن په امریکا کې د کډوالو د ډېرېدو لامل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د فبرورۍ په ۲۴ مه د اوکراین پر ضد د جګړې له کبله د نړیوال اقتصاد خرابېدل دي.
بایډن په لاس انجلس ښار کې جوړې شوې د "امریکا سرمشریزې" تر نامه لاندې د شمالي او سویلي امریکا هیوادونو مشرانو غونډې ته په وینا کې وکړې.
هغه دې ته په اشارې سره وویل چې ډیموکراسي د پرمختګ ترټولو مهم عامل دی ، بایډن ټینګار وکړ چې د هیوادونو ترمینځ د همکارۍ سره باید د ډیموکراسي نه ملاتړ وشي.
بایډن امریکا په ځانګړې توګه د مرکزي او جنوبي امریکا هیوادونو څخه امریکا متحده ایالتونو ته د کډوالو د څپې په اړه وویل ،
"د اوکراین پر وړاندې د پوتین د وحشیانه جګړې له امله د نړیوال انفلاسیون فشارونه لا پسې سخت شوي دي. د کورنیو لپاره د خپلو اړتیاوو پوره کول ستونزمن شوي دي. دا ټول لویدیځ نیمه کرې ته د کډوالو د ماتیدو لامل شوی دی.
بایډن په خپلو خبرو کې وویل چې د امریکا د قارې د هیوادونو سره نوې اقتصادي همکاري رامنځ ته شوې چې دا به د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي.