فنلنډ او سویډن ته د امنیتي تضمین په اړه د ناټو د پوځي کمیټې د مشر څرګندونې

د ناټو د پوځي کمېټې مشر امیرالبحر راب باویر وویل، هغه امنیتي ضمانتونه چې فنلنډ او سویډن ته ورکول کېږي، چې د ناټو د غړیتوب غوښتنه يي کړې ده، د ناټو تړون د پنځمې مادې په څېر به نوي.

1829491
فنلنډ او سویډن ته د امنیتي تضمین په اړه د ناټو د پوځي کمیټې د مشر څرګندونې

د ناټو د پوځي کمېټې مشر امیرالبحر راب باویر وویل، هغه امنیتي ضمانتونه چې فنلنډ او سویډن ته ورکول کېږي، چې د ناټو د غړیتوب غوښتنه يي کړې ده، د ناټو تړون د پنځمې مادې په څېر به نوي.

د ناټو د غړیو هیوادونو د لوی درستیزوالانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.پدې غونډه کې د ترکیې  لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر هم ګډون کړی وو.

د ناټو د پوځي کمېټې مشرامیرالبحر راب باویر او د ناټو د ځواکونو لوی درستیز جنرال ټوډ ولټرز له غونډې وروسته خبریالانو ته څرګندونې وکړې.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا سویډن او فنلنډ چې د ناټو د غړیتوب لپاره یې غوښتنه کړې، امنیتي ضمانتونه به ورکړل شي؟  باویر وویل ، غړیتوب یوې پروسې ته اړتیا لري او د غړیتوب لپاره ۳۰ غړي هیوادونه  باید دواړو هیوادونه تایید کړي.

د ناټو سازمان د پوځي  کمیټې مشر راب باویر فنلنډ او سویډن ته د امنیتي تضمینونو په اړه وویل ، "دا مهمه ده چې دواړه هیوادونه په دې موده کې امنیتي تضمینونه ولري. دا تضمینونه د پنځمې مادې په څیر ندي، ځکه چې دواړه هیوادونه لا تر اوسه غړي ندي. لکه څنګه چې موږ ټول پوهیږو، داسې هیوادونه شتون لري چې فنلینډ او سویډن سره یې د امنیتي تضمین په اړه خبرې اترې او موافقه کړې ده."

باویر وویل چې دوی د اوکراین د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې چې د فبرورۍ په ۲۴ نیټه  د روسیې لخوا پرې یرغل شوی دی. باویر وویل چې د اوکراین لوی درستیز والري زلوزني د وروستي وضعیت په اړه د متحد هیوادونو قوماندانانو ته معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه "موږ د اوکراین د ټولو  خلکو د ازادۍ لپاره  د مبارزه ستاینه کوو. اوکراین به هیڅکله د روسیې اشغال ونه مني. ناټو به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي څومره چې اړتیا وي."



اړوند خبرونه