اوکراین د روسي ځواکونو تلفاتو شمیره اعلان کړه
اوکراین ویلي دي چې ۲۷۷۰۰ تنه روس ځواکونه له منځه تللي دي.
1827468
د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړ چې د روسیې پوځ ۲۷۷۰۰ سرتیري، ۲۰۰ الوتکې، ۱۶۵ چورلکې او ۱۲۲۸ ټانکونه له لاسه ورکړي دي.
د اوکراین د لوی درستیز دفتر د فبرورۍ د ۲۴ څخه د می د ۱۶ ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه په بیان کې ویلي دي چې د روسیې پوځ په تیرو 24 ساعتونو کې په سلګونو تنه نور سرتیري له لاسه ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې د روسیې پوځ ټولټال ۲۷۷۰۰ سرتېري ، ۲۰۰ الوتکې، ۱۶۵ چورلکې، ۱۲۲۸ ټانګونه، ۲ زره ۹۷۴ زغره والې موټرې، ۵۷۷ توپونه، ۱۹۵ راکټ لانچرونه او ۸۹ د هوايي دفاع سیسټمونه د لاسه ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې ځواکونو ۲۱۰۱ موټرې، ۱۳ جنګي او سپکې سرعت بېړۍ او ۴۲۷ بې پیلوټه الوتکې له لاسه ورکړي او دغه راز د روسیې له خوا توغول شوي ۹۷ کروز توغندي هم د اوکراین د هوايي دفاعي ځواکونو له خوا په نښه او له منځه وړل شوي دي.