د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د روسیې او امریکا دفاع وزیرانو خبرې وکړې

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د امریکا او روسیې د دفاع وزیرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1826815

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن له خپل روسي سیال سرګي شویګو سره د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې  او  په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د ویاند جان کربي له خوا په یوه لیکل شوي بیان کې ویل شوي، چې آسټن د فبرورۍ له ۱۸مې راهیسې د لومړي ځل لپاره له خپل روسي سیال شویګو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي، "وزیر لوید آسټین د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې د می په ۱۳ پورې  د لومړي ځل لپاره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. وزیر آسټین روسیې نه په اوکراین کې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه او د ارتباطي چینلونو د خلاص ساتلو پر اهمیت ته یې ټینګار وکړ.

پر اوکراین د روسیې بریدونه د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شول او په دې جګړه کې چې له هغه راهیسې روانه ده، امریکا او اروپايي هېوادونو پر مسکو ډېر بندیزونه لګولي دي.

اړوند خبرونه