د هندوستان په پلازمینه ډیلي کې د یو دفتر په ودانۍ اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هندوستان  د ډیلي د  موندکا  په سیمه کې د یو  دفتر په ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ تنه ووژل شول.

1826787
د هندوستان په پلازمینه ډیلي کې د یو دفتر په ودانۍ اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هندوستان  د ډیلي د  موندکا  په سیمه کې د یو  دفتر په ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ تنه ووژل شول.

د ډیلي د پولیسو په وینا، دا پيښه د جمعې  په ورځ په ماښام په ساعتونو کې رامنځته شوه.

ANI خبري اژانس د اور وژنې مرستیال افسر سنیل چوهدري له خولې ویلي: "د اور وژنې عملیات پای ته رسیدلي. د ژغورنې عملیات دوام لري، د سیمې پراخوالي ته په کتو سره به وخت ونیسي."

کله چې اور لګیدنه رامنځته شوه ، ځايي پوليس سمدلاسه د پېښې ځای ته ورسېدل او د دفتر د ودانۍ کړکۍ يې ماتې کړې تر څو دننه بند پاتې کسان وژغوري. ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.

په لومړنیو پلټنو کې معلومه شوه چې دغه څلور پوړیزه ودانۍ د څو شرکتونو د دفتر په توګه کارول کیږي.

اورلګیدنه د ودانۍ په لومړي پوړ کې د یو کمپنۍ په دفتر رامنځته شوه.

د دغه شرکت څه باندې ۵۰ کارکوونکي ژغورل شوي دي. په ورته وخت کې، د شرکت مالک د پولیسو لخوا نیول شوی دی. پدې پیښه کې لږتر لږه ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شوي‌ دي.

د هندوستان لومړي‌ وزیر ددې پيښې په اړه خپله خواشیني‌ ښودلې ده.

لومړي وزیر مودي په ټویټ کې لیکلي، "په ډیلي کې د یوې غمجنې اورلګېدنې له امله ګن شمیر کسانو ته د مرګ ژوبله د اوښتو له امله  خورا خواشینی یم. زما فکر او دعاء  د غمجنو کورنیو سره ده. زه د ټپیانو د ژر روغتیا هیله کوم."

د لومړي وزیر دفتر په ټویټ کې ویلي چې د ټولو هغو کسانو خپلوانو ته به دوه لکه روپۍ ورکړل شي چې په اور کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ټپیانو  ته به هر يو ته پنځوس زره روپۍ ورکړ شي۔

د ویلو ده چې د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی په اړه یي تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه