د ملګروملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه فوق العاده غونډه وکړه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د موقت حکومت له خوا پر ښځو د چادري او حجاب د اجباري کولو په اړه پرون فوق العاده غونډه وکړه .
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د موقت حکومت له خوا پر ښځو د چادري او حجاب د اجباري کولو په اړه پرون فوق العاده غونډه وکړه .
په ملګرو ملتونو کې د بريتانيا سفيرې باربرا ووډوارډ د رسنیو پر مخ د بندو دروازو ترشا د ترسره شوې غونډې نه وروسته خبريالانو ته وويل، چې سفيرانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي ماموريت پر فعاليتونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وضعيت خبرې وکړې.
په ملګرو ملتونو کې د ناروې مرستیالې سفیرې ټرېن هیمربیک له غونډې مخکې خبریالانو ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو سیاستونه د هېواد د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت د مخنیوي پر ځای د ښځو په ځورولو متمرکز دي او دا کار د تاوتریخوالي او افراطیت لامل کېدای شي.
د ناروې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې پر هغو پالیسیو بیا کتنه وکړي چې د ښځو حقونه محدودوي.
آیرلنډ او مکسیکو، چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د غیر رسمي کارپوهانو ډلې معادل مشرې په غاړه لري، د شورا غړو ته یو لیک استولی او د طالبانو وروستۍ پریکړه یې "ویروونکې" بللې ده.
د طالبانو د موقت حکومت د امربالمعرف او نهې عن المنکر وزارت، د می په ۷ مه په یوه لیکلي بیان کې اعلان وکړ چې د نویو قوانینو له مخې د بالغو ښځو لپاره "چادري یا حجاب اغوستل " لازمي دي.
همداشان یاد وزارت پر ښځو ځیني نور محدویتونه هم ولګول چې د نړۍوالې ټولې سخت غبرګونونه يي پارولي دي.