اوکراین د روسي ځواکونو تلفاتو شمیره اعلان کړه
اوکراین : په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۰ تنو ډير روس سرتیري وژل شوي دي
د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړ چې د فبرورۍ له ۲۴مې د جګړې له پیل راهیسې، د روسیې پوځ ۲۶۶۵۰ پوځیان، ۱۹۹ الوتکې، ۱۶۱ چورلکې او ۱۱۹۵ ټانکونه له لاسه ورکړي دي.
د اوکراین د لوی درستیز دفتر له خوا د فبرورۍ له ۲۴مې او د مې د ۱۲مې تر منځ د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې پوځ ۲۶ زره ۶۵۰ سرتېري ، ۱۹۹ الوتکې، ۱۶۱ چورلکې، ۱۱۹۵ ټانګونه، ۲ زره ۸۷۳ زغره وال موټر، ۵۳۴ توپونه، ۱۹۱ د راکټ لانچر سیسټم او ۸۷ د هوايي دفاع سیستمونه له لاسه ورکړي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې ددې سربیره د روسيې ځواکونو ۲۰۱۹ موټرې ، ۱۳ جنګي او سپکې د سرعت بېړۍ او ۳۹۸ بې پيلوټه الوتکې له لاسه ورکړي دي.
همداشان د روسيې له خوا توغول شوي ۹۴ کروز توغندي هم د اوکراين د هوايي دفاعي واحدونو له خوا په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د ویلو ده چې روسیې د روان میلادي کال د فبروري په ۲۴ مه نيټه پر اوکراین یرغل کړی چې دا جګړه اوس هم دوام لري. اوکراین پوځ په روانه جګړه کې د خپلو ځواکونو د ځاني تلفاتو شمیره نده اعلان کړې.