د بایدن حکومت کانګرس ته پر ترکیې د اف ۱۶ الوتکو او پرزو د پلورولو وړاندیز کړی

د امریکا د متحده ایالتونو حکومت کانګرس ته په ترکیې د F-16 جنګي الوتکو د  پرزو او د دغو الوتکو  د ځینو توغندیو او رادار سیسټمونو د پلورلو په اړه لومړني معلومات ورکړي دي او وړاندیز يي کړی دی.

1825734
د بایدن حکومت کانګرس ته پر ترکیې د اف ۱۶ الوتکو او پرزو د پلورولو وړاندیز کړی

 د امریکا د متحده ایالتونو حکومت کانګرس ته په ترکیې د F-16 جنګي الوتکو د  پرزو او د دغو الوتکو  د ځینو توغندیو او رادار سیسټمونو د پلورلو په اړه لومړني معلومات ورکړي دي او وړاندیز يي کړی دی.

د وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي، د اوکراین په مسئله کې د ترکیې لخوا د مهم رول د لوبولو له امله  د ولسمشر جوبایډن حکومت د نویو وسلو د خرڅلاو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي چې له مخې به  یې په ترکیې د F-16 الوتکو د پلورلو لاره هواره شي.

په همدې اساس د بایډن حکومت په ترکیې باندې د F-16 پرزو د خرڅلاو په اړه کانګرس ته یوه مسوده استولې پکې د توغندیو او رادار سیسټمونه هم شامل دي. که د کانګرس مشران په دې پلور اعتراض ونه کړي، تمه کیږي د رسمي پلور خبرتیا به په راتلونکو ورځو کې کانګرس ته ورکړل شي.

نوموړو چارواکیو ویلي دي چې د بایدن حکومت وروسته د هغه دا ګام اوچتوي چې ترکېې د روسیې او اوکراین ترمنځه په روانه جګړه کې ډیر مهم رول په غاړه اخیستی دی.  د دواړو هیوادونو د سولې د مذاکراتو په برخه کې مشري او د اوکراین پوځ ته د په وسلو سمبالو بې پیلوته الوتکو ورکول ددې لامل شوي دي چې امریکا ولسمشر پر ترکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو پلور ته زړه ښه کړي.

د چارواکو په وینا ،د  کانګرس لخوا  د دې وسلو پلور تصویب نه وروسته به په ترکیې د ۴۰ اف ۱۶ الوتکو وپلورل شي.

د بله پلوه د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت  وال سټریټ ژورنال ته په یوه بیان کې ویلي دي چې تر هغه به په دې اړه تبصره ونه کړي تر څو چې دا وړاندیز رسمي شوی نوي.

د ویلو ده چې  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د  مارچ په میاشت کې کانګرس ته په استولي لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې په "ترکیې د F-16 الوتکو پلورل د متحده ایالتونو د ملي ګټو سره سم دي".



اړوند خبرونه