روسیې د لویدیځ پر خلاف د انرژۍ نه د وسلې په توګه په کار اخیستو پيل وکړ.
روسیې پر پولنډ او بلغاریا د ګازو پلورل ودرول
روسیې د لویدیځ پر خلاف د انرژۍ نه د وسلې په توګه په کار اخیستو پيل وکړ.
پر پولنډ او بلغاریا د ګازو پلورل ودرول.
روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د غیرې دوستو هیوادونو په اړه د خپلې پریکړې په عملي کولو لاس پورې کړ. روسیې پر پولنډ او بلغاریا چې د ګازو بدل يي په روسي روبلو د ورکولو نه ډډه کړې وه د ګازو پلورل ودرول.
د روسیې د ګازپورم شرکت اعلان وکړ چې پر بلغاریا او پولنډ يي د ګازو پلورل بند او دې هیوادونو ته د ګازو جریان قطع کړ.
ګازپورم شرکت ویلي دي چې پولنډ او بلغاریا په روسي روبلو باندې د ګازو د پیسو ورکولو سره مخالفت کړی وو او ډډه يي کوله چې د همدې امله پدې هیوادونو يي ګازو جریان پرې کړ.
ګازپورم ویلي دي چې دې هیوادونو ته به د ګازو جریان تر هله پرې وي تر څو چې په روسي روبلو باندې د ګازو د بدل ورکولو ته غاړه کیښږدي.
د پولند د انرژۍ عامه شرکت پرون اعلان کړی وو چې روسیه به د اپریل په ۲۷ مه نیټه پولنډ ته د ګازو جریان پرې کړي. پولنډ د انرژۍ شرکت ویلي وو چې ګاز پورم دوې ته خبر ورکړی دی.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې پولنډ به ددې مسئلې د حل په خاطر لاس په کار شي.
همداشان د روسیې دا اقدام د نړۍوالو تړونونو او د دواړو هیوادونو ترمنځه د موجودو تړونونو سره په ټکر کې عمل دی.
د قرارداد نه سرغړونه پولند ته د معاوضې یا تظمیناتو د غوښتنې حق ورکوي.
د پولنډ د انرژۍ شرکت ویلي دي په هیواد کې د ګازو د ذخایرو موجود حالت ته په کتو سره هیوادوال به د هیڅډول ستونزې سره مخامخ نشي. ذخایر ۸۰ سلنه ډکې دي.
د بلغاریا د انرژۍ وزارت هم ویلي دي چې د روسیې د انرژۍ شرکت ګازپورم د بلغاریا د انرژۍ شرکت ته د ګازو د جریان د پرې کولو خبر ورکړی وو.