اوکرایني ځواکونو د لومړي ځل لپاره د روسیې پر خاوره هوايي برید وکړ
اوکرایني ځواکونو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيلولو نه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د روسیې پر خاوره بریدونه وکړل.
اوکرایني ځواکونو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيلولو نه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د روسیې پر خاوره بریدونه وکړل. د اوکراین د پوځ اړوند جنګي چورلکو د بلګورود په ښار کې د تیلو پر ذخیرو او چاڼځایونو هوايي برید وکړ.
د روسیې د بلګوروډ د ښار والي د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې اوکراین د پوځ اړوند جنګي چورلکو د تیلو په ذخیرو او چاڼځایونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده . په بیان کې راغلي دي چې د اوکراین د پوځ اړوند جنګي چورلکې چې په ډیره ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوله د پولې نه د راوښتو نه وروسته د تیلو په ذخیرو او چاڼځایونو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې چاودنې او اورلګیدنه رامنځته شوه. په پيښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت بیا ویلي دي چې د اوکراین سره په پوله کې په ۴۰ کیلومترۍ کې پروتو د تیلو ذخیرو او چاڼځایونو د شاوخوا ملکي میشتې سیمې تخلیه کړي دي. د اورلګیدنې د مړولو چارې دوام لري.
د بله پلوه د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې پرون يي په اوکراین د روانو بریدونو په ترڅ کې ۲۸ عسکري زیربناګانې له منځه وړي دي
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.