اوکراین : د روسیې په بریدونو کې ۱۵۳ تنه اوکرایني ماشومان وژل شوي دي
اوکراین دفاع وزارت : روسیې پر اوکراین ۱۳۷۰ توغندیو بریدونه کړي دي
د روسیې لخوا پر اوکراین د روان یرغل او بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۵۳ تنو اوکرایني ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي. دا خبره د اوکراین لوی څارنوالۍ کړې ده .
د اوکراین لوی څارنوالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د روسیې پوځ پر اوکراین د یرغل او بریدونو د پيل راهیسې تر اوسه پورې په ۸۵۹ تعلیمي موسسو بمباري کړې ده چې ډیری سخت زیان لیدلی او ۸۳ په کامله توګه له منځه تللي دي.
د بله پلوه د اوکراین د دفاع وزارت ویلي دي چې روسیې پر اوکراین د یرغل او بریدونو د پيل راهیسې ۱۳۷۰ د توغندیو بریدونه کړي دي.
د روسیې د یرغل او بریدونو په نتیجه کې تر لسو میلیونو تنو ډیر اوکرایني وګړي خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
روسیې د اوکراین ۱۵ هوايي ډګرونو باندې د بریدونو سره په کامله توګه تخریب کړي دي. اشغالګر ځواکونه هره ورځ نوي نوي ظلمونه او وحشتونه رامنځته کړي. د اوکراین خلک به دوې هیڅکله هم ونه بښي.
د بله پلوه د اوکراین د اټومي انرژۍ د تولیداتو ادارې ویلي دي چې روس ځواکونه د چرنوبیل د اټومي بټۍ نه وتلي دي.
یادې شوې ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې اشغالګر روس ځواکونه د چرنوبیل د اټومي بټۍ نه په کامله توګه وتلي دي او پدې بټۍ کې یو تن هم بهرنی یا پردی ندی پاتې .
ددې سربیره روس ځواکونه د اوکراین د پلازمینې کیف اړوند د سلاوتیچ د ښار نه هم په شا شوي دي. ځیني رسنیو ویلي دي چې روس یرغلګر ځواکونه د چرنوبیل د اټومي بټۍ نه د وتو پر مهال دلته اسیر نیولي اوکرایني ځواکونه هم د ځان سره بیولي دي.
د ویلو ده چې د روسیې یرغلګرو ځواکونو د فبروري په ۲۴ مه نیټه د چرنوبیل اټومي بټۍ ونیوله او د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې سره ورته اړیکې پرې کړې.
د بله پلوه د اوکراین وسله والو ځواکونو د خرسون د ښار اړوند ۱۱ سیمې د روس یرغلګرو ځواکونو نه بیرته ازادې کړي دي.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ بیا د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې روس ځواکونو ته د اوښتو ډیرو سترو ځاني او مالي تلفاتو له مخې پدې ونه توانیدل چې پلازمینه کیف محاصره او بیا ونیسي.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ ویلي دي چې روسیه په اوکراین کې د خپلو ځواکونو د تقویه کولو په لټه کې ده . روسیې په سویلي عسکري سیمو خپل ځواکونه د اوکراین جګړه کې داخل کړي دي.
د اوکراین اړوند د دونتسک ، لوهانسک ، زاپوریژیا او خرسون سیمې چې د روسیې لخوا اشغال شوي دي پدې سیمو کې د خپلواکه اداررو د رامنځته کولو هڅه کوي.
د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراینيځواکونو مقامت هم دوام لري.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.