د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې څه باندې ۱۰ میلیونه تنه اوکرایني وګړي کډوال شوي دي
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې څه باندې ۱۰ میلیونه تنه اوکرایني وګړي د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي.
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې څه باندې ۱۰ میلیونه تنه اوکرایني وګړي د خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې د روسیې لخوا د فبروري په ۲۴ مه نيټه پر اوکراین د یرغل د پیلولو د ورځې راهیسې د اوکراین د نفوس یوه څلورمه برخه کډوال شوي دي.
په تیرو ۲۵ ورځو کې ددې هیواد لږ تر لږه ۳ عشاریه ۳ میلیونه تنه انسانان د هیواد نه بهر او څه باندې ۶ نیم میلیونه تنه نور د هیواد دننه کډوال شوي دي.
ډیری اوکرایني وګړي پولنډ ته کډه شوي دي. اوکراین چې نږدې ۴۴ میلیونه نفوس لري ددې هیواد لس میلیونه تنه کډوال شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان د شمیرو له مخې په اوکراین کې په تیرو ۲۵ ورځو نښتو کې ۸۴۷ تنه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل له امله تر ټولو زیات ددې هیواد د ماریوپول ښار اغیزمن شوی دی.
د ماریوپول د ښار نه تیره اونۍ د بشري دهلیزونو له امله څه باندې ۴۰ زره تنه خوندي سیمو ته تخلیه کړی شول.
د ماریوپول ځايي مقاماتو ویلي دي چې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې پدې ښار کې لږ تر لږه ۲۳۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د اوکراین د جګړې تر ټولو ستر قربانیان ښځې او ماشومان دي. په میلیونو تنو ښځې او ماشومان ګاونډیو هیوادونو او یا نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.