د امریکا متحده ایالتونو د مشرانو جرګې د اوکراین سره د مالي مرستې کڅوړه تصویب کړه.
امریکا د اوکراین سره نږدې ۱۴ میلیارده ډالره مالي مرسته کوي
د امریکا متحده ایالتونو د مشرانو جرګې د اوکراین سره د مالي مرستې کڅوړه تصویب کړه.
د امریکا د مشرانو جرګې د اوکراین سره چې د روسیې د اشغال په مقابل کې جګړه کوي د مالي مرستو کڅوړې په اړه رای اچونه وکړه. د اوکراین سره د ۱۳ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو مالي مرستې کڅوړه د ۳۱ مخالفو رایو په مقابل کې د ۶۸ موافقو رایو سره تصویب شوه.
د ویلو ده چې د اوکراین سره د مالي مرستو دا کڅوړه د جمهوریت پلوه او ډیموکراټانو په ګډو رایو تصویب شوه.
د اوکراین سره دا مرستې به هم د دې هیواد د پوځ پر ځواکمنتیا مصرف شي او هم به د اوکرایني کډوالو سره پکې مرستې وشي.
د امریکا د مشرانو جرګې یو تن ډیموکراټ سناتور جک شومر وویل چې د اوکراین وګړي د ولادیمیر پوتین د شیطاني کړونو په مقابل کې د خپلو ځانونو نه د دفاع په خاطر مبارزه کوي. همداشان دوې سره مالي مرسته ددوې سره د امریکا لخوا په شوو ژمنو عمل کول دي.
هغه وویل چې د اوکراین سره به نږدې ۱۴ میلیارده ډالره بیړنۍ مرستې وشي. دا په اصل کې د اوکراین لپاره د غوښتل شوو مرستو دوه برابره دي.