دمیترو کولبا: د نړۍ د ۵۲ هیوادونو نه داوطلبه جنګیالي‌ اوکراین ته راغلي‌ دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا وویل چې د نړۍ د ۵۲ هیوادونو نه داوطلبه جنګیالي‌ اوکراین ته راغلي‌ دي.

1791008
دمیترو کولبا: د نړۍ د ۵۲ هیوادونو نه داوطلبه جنګیالي‌ اوکراین ته راغلي‌ دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا وویل چې د نړۍ د ۵۲ هیوادونو نه داوطلبه جنګیالي‌ اوکراین ته راغلي‌ دي.

 

کولبا دا خبرې په انلاین خبري‌ غونډې وکړې. هغه وویل چې ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌  په اوکراین کې روس یرغلګرو ځواکونو پر خلاف بهرنیو جنګیالیو ته د جنګیدو فرصت ورکړی دی.

 

هغه وویل چې  "  ډیر زیات وړاندیزونه  مو ترلاسه کړي‌ دي او غور پدې روان دی. د نړۍ د ازادو او خپلواکه انسانانو په حرکت راتلل یوه ډیره حیرانوونکې خبره ده. دم ګړۍ د نړۍ د ۵۲ هیوادونو نه  تجربه لرونکي او داوطلبه  جنګیالي‌ اوکراین ته راروان دي. دا د هغوې غوښتنه ده. مونږ نه غواړی کرا کړي‌ او نه هم هغوې دې جګړې ته تشویق کړي‌ دي. دا یواځې د ښېګنې ترڅنګ د بدو کسانو پر مقابل کې په جګړه کې د برخه اخیستوونکو غوښتنه ده. "

 

هغه وویل چې اوکراین دم ګړۍ د نړۍ د ۵۲ هیوادونو نه د څه باندې ۲۰ زرو تنو وړاندیزونه ترلاسه کړي‌ چې د غور لاندې دي.

 

همداشان په روانه اونۍ کې د جي‌ ۷ د ډلې لخوا د روسیې پر خلاف د لا سختو او قوي‌ بندیزونو د اعلانولو انتظار هم لرو.

 

هغه وویل چې پر روسیې د بندیزونو سره فشار باید دوام وکړي.

دمیترو کولبا وویل چې د نړۍ د ۵۲ هیوادونو نه داوطلبه جنګیالي‌ اوکراین ته راغلي‌ دي.

 



اړوند خبرونه