سویس ۲۰۷ کاله وروسته خپله بې طرفي‌ ماته کړه او په روسیې بندیزونه ولګول

لویدیځ  د روسیې  پر وړاندې یو موټی شوی دی. سویس د لویدیځ پدې اتحاد کې د ګډون په خاطر ۲۰۷ کاله وروسته خپله بې طرفي‌ ماته کړه .

1787697
سویس ۲۰۷ کاله وروسته خپله بې طرفي‌ ماته کړه او په روسیې بندیزونه ولګول

لویدیځ  د روسیې  پر وړاندې یو موټی شوی دی. سویس د لویدیځ پدې اتحاد کې د ګډون په خاطر ۲۰۷ کاله وروسته خپله بې طرفي‌ ماته کړه .

لویدیځوال هیوادونه د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته  د روسیې په مقابل کې یو موټی شوي‌ دي.

همداشان سويس ۲۰۷ کاله وروسته  خپله بې طرفي‌ ماتې کړه او د روسیې په مقابل کې په اقتصادي‌ او نورو بندیزونو کې برخه واخیسته. لویدیځوال هیوادونه غواړي‌ چې ددې بندیزونو سره روسیې ته ډيره سخته جزا ورکړي او سخت بدل پرې کړي.

اوس پوښتنه داده چې ایا د سويس په بانکونو کې د روسیې څومره شتمني‌ شتون لري؟

سویس چې د اروپايي ټولنې غړیتوب هم نلري‌ پرون يي د روسیې پر خلاف په بندیزونو کې خپل ګډون رسمآ اعلان کړ. نوموړي‌ وویل چې د اوکراین نه د ملاتړ په خاطر د روسیې پر خلاف په بندیزونو کې برخه اخیستې ده .

د سویس فدرال شورا د روسیې پر خلاف د اروپايي ټولنې سره یو شان بندیزونو لګولو پریکړه وکړه . نوموړي‌ هیواد د هر څه نه مخکې د روسیې پر مخ خپل هوايي‌ حریم وتړه.

پدې ډول په رسمي‌ توګه يي د ۱۸۱۵ کال راهیسې د لومړي‌ ځل لپاره بې طرفي ماته کړه او بل ډول سیاست يي غوره کړ.

همداشان روسیې هم د سویس د بندیزونو په مقابل کې د سویس پر مخ خپل هوايي حریم وتړه.

سویس به هم پدې هیواد کې د روسیې شتمني‌ کنګل کړي‌ .



اړوند خبرونه