د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین د یرغل نه وروسته  لومړنۍ څرګندونې وکړې.

پوتین : مونږ د اوکراین په مقابل کې پوځي‌ ګام اوچتولو ته مجبور کړی شو

1784872
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین د یرغل نه وروسته  لومړنۍ څرګندونې وکړې.

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین د یرغل نه وروسته  لومړنۍ څرګندونې وکړې.

پوتین وویل چې  مونږ يي ددې ګام اوچتولو ته مجبور کړو. ځکه چې مونږ ته يي بله چاره پرینښوده.

پوتین نن د کرملین په ماڼۍ کې د روسیې د مهمو سوداګرو او پانګه والو سره لیدنه وکړه. هغه دلته په اوکراین د پوځي‌ مداخلې نه وروسته د لویديځ لخوا د لګول شوو تحریونو په اړه ارزونې وکړې.

هغه ددې خبرې  په ټینګار وویل چې د اوکراین په مسئله کې دې ګام اوچتولو ته مجبور کړی شو. تر ټولو مهمه مسئله داده چې دم ګړۍ باید پدې خبره ځان ډیر ښه پوه کړو چې د تدابیرو نه پرته بله لاره  او چانس نلرو. مونږ ډیرې زیاتې نورې لارې چارې وازمایلې خو هیڅ نتیجه يي ورنکړه.

روسیې ته مخامخ امنیتي‌ ګواښونه دومره ډیر وو چې مونږ بله لاره نه درلوده.

هغه وویل چې له بده مرغه چې د روسیې غوښتنې تل نادیده ونیول شوې چې دې خبرې مونږ هم د حیرانتیا سره مخامخ کړي‌ یو. د امنیتي‌ ضمانتونو په مسئله کې یو ملي‌ متر هم پرمختګ ونشو.

هغه وویل چې مونږ په څه ډول یوې نړۍ کې ژوند کوو پدې خبره ډیره ښه پوهیږو چې د همدې امله مو ټول تدابیر مخکې د مخکې نه نیولي‌ دي.

هغه وویل چې روسیه د نړۍوال اقتصاد یوه پارچه ده او پدې ډول به خپل موجودیت ته دوام ورکړي. روسیه هیڅوخت نړۍوال اقتصاد ته زیان نه رسوي.

هغه په لویدیځې نړۍ غږ وکړ چې روسیه د نړۍوال اقتصاد نه د ویستو هڅه دې نه کوي. پدې پوهیږو چې لویدیځه نړۍ به په روسیې یو ځل بیا ډول ډول بندیزونه ولګوي.

هغه په روسي‌ سوداګرو او پانګه والو غږ وکړ چې  روسیې اقتصادي‌ نړۍ باید د هیواد د اقتصاد نه پوره ملاتړ وکړي. هغه وویل چې تاسې ته په روسیه کې تولیداتو، کاري‌ فرصتونو برابرولو او د حکومت سره په اقتصادي‌ برخو کې همغږۍ او په ګډه کار کولو ته بلنه ورکوم.



اړوند خبرونه