د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړل.
جو بایدن : پوتین بریدګر دی او د ډیپلوماسۍ او سیاسي حل لارې پر ځای يي جګړه انتخاب کړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړل.
امریکا ولسمشر پر روسیې د نوو بندیزونو د اعلانولو نه مخکې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه کړه. پدې غونډه کې د اوکراین پر ټولو پرمختګونو د غور کولو نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډه کې ګډون وکړ او پر اوکراین يي بندیزونه اعلان کړل.
هغه وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل د مخکې نه پلان شوي بریدونه وو. د تیرې یوې میاشتې راهیسې مونږ دا خبره کوله. پوتین ډیپلوماسي او سیاسي حل لاره رد کړه.
هغه وویل چې پوتین بریدګر دی او جګړې ته يي ترجیح ورکړې ده . اوس هم پوتین او هم د روسیې خلک ددې بریدونو پایلې ګالي.
بایدن وویل چې د روسیې د پوځ په مالي سرچینو به محدودیتونه ولګو. ډالرو ، ین ، ایرو او پونډ ته د روسیې لاس رسی به پرې کړو.
عالي تکنالوژۍ ته د روسیې لاس رسی به قطع کړو. د روسیې فضايي پروګرام هم پدې بندیزونو کې داخل دی.
د روسیې د دویم تر ټولو ستر بانک وي ټي بي په ګډون په ۴ نورو بانکونو به بندیزونه ولګو. د روسیې ټولې شتمنۍ به کنګل کړو. د روسیې یو تریلیون ډالره شتمني به کنګل کړو.
هغه زیاته کړه چې د اقتصادي بندیزونو سربیره نور ګامونه به هم اوچت کړو.
سبا به د ناټو سازمان سرمشریزه جوړه کړو. دلته به خپل اتحاد او یووالی یو ځل بیا تسجیل کړو .
هغه وویل چې امریکايي ځواکونه به په اوکراین کې مخامخ جګړه ونکړي خو د ناټو د غړیو د امنیت په خاطر به خپل ځواکونه رومانیا او پولنډ په څیر هیوادونو ته واستوو. د ناټو پولې به لا پسې پیاوړې کړو.
هغه وویل چې دا بندیزونه به په روسیې په لنډ مهاله او اوږد مهاله توګه ډیرې قوي اغیزې وکړي.
دا بندیزونه به د روسیې لخوا پر اوکراین د توغول شوو توغندیو او توپونو نه لا قوي اغیزې وکړي.
همداشان هغه د یوې پوښتنې په چوکاټ کې چې ایا د روسیې د ولسمشر پوتین سره د لیدنې یا خبرو پلان لرۍ؟ وویل چې نه ، د هغه سره د لیدنې او خبرو نیت نلرم.
هغه وویل چې د روسې سره به اړیکې تر ټولو ټیټې سطحې ته راټیټې کړو. د روسیې سره زمونږ اړیکې د شلیدو نقطې ته رارسیدلي دي.
هغه وویل چې پوتین غواړي چې له سره شوروي اتحاد جوړ کړي. هغه زیاته کړه چې اوکراین د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې خپلواکه دی او ددینه وروسته به هم خپلواکه پاتې شي.
د اوکراین سره به هر ډول مرسته وکړو. دې هیواد سره به بشردوستانه مرستې وکړو او په ټپونو به يي پټۍ ولګو.
هغه وویل چې دم ګړۍ د روسیې د انرژۍ په برخه بندیزونه ونه لګول او پدې اړه به وروسته غور وشي.
هغه وویل چې د جي ۷ سازمان د غړیو هیوادونو سره لیدنه وکړه او ټولو په ګډه پر روسیې د ډیرو سختو بندیزونو پر سر توافق وکړ.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.