د لیبیا لومړی وزیر د یو وسله وال برید نه روغ رمټ وتلی دی
د لیبیا پر لومړي وزیر عبدالحمید الدیبا وسله وال برید شوی دی.
1776703
د لیبیا پر لومړي وزیر عبدالحمید الدیبا وسله وال برید شوی دی.
د لیبیا د لومړي وزیر دفتر ویلي دي چې نن په لومړي وزیر الدیبا وسله وال برید شوی چې هغه ترینه روغ رمټ وتلی دی.
د لیبیا د لومړي وزیر دفتر د لومړي وزیر د موټر ویدیو هم خپره کړې ده چې پکې ښکاري پر موټر زیاتې مرمۍ لګیدلي دي.
د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د لیبیا پر لومړي وزیر مخامخ برید شوی چې په نتیجه کې پر موټر ډیرې زیاتې مرمۍ لګیدلي دي او هغه ترینه روغ رمټ وتلی دی.
په ویدیو کې ښکاري چې د لومړي وزیر د موټر په مخکینۍ شیشې ، ملا برخې او دروازو مرمۍ لګیدلي دي.
د برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي.