امریکا جرمني ، پولنډ او رومانیا ته په زرګونو تنه سرتیري استوي.
امریکا د روسیې په غبرګون کې ختیځې اروپا ته په زرګونو تنه سرتیري استوي
امریکا جرمني ، پولنډ او رومانیا ته په زرګونو تنه سرتیري استوي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویاند جان کیربي وویل چې ۲۰۰۰ تنه سرتیري به جرمني او پولنډ او ۱۰۰۰ تنه سرتیري به رومانیا ته واستول شي.
د پنټاګون ویاند خبري غونډې ته د اوکراین او روسیې د روان کړکیچ په اړه څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې امریکا د روسیې لخوا د اوکراین د اشغالولو د ګواښ په مقابل کې د ناټو په سازمان کې د اروپايي متحدینو نه د ملاتړ په خاطر ختيځې اروپا ته د ۳۰۰۰ تنو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه. هغه وویل چې ۲۰۰۰ تنه سرتیري به جرمني او پولنډ او ۱۰۰۰ تنه به رومانیا ته واستول شي.
هغه وویل چې پدې ډول به په رومانیا کې د امریکايي سرتیرو شمیره ۱۹۰۰ تنو ته لوړه شي.
هغه وویل چې دا سرتیري به د امریکا د پوځي متحدینو نه د دفاعي برخې د ملاتړ په موخه سیمې ته استول کیږي. دا سرتیري به اوکراین ته داخل نشي.
ددې ګام نه موخه پداسې یو حساس وخت کې چې روسیې سل زره تنه سرتیري د اوکراین په پولو کې ځای په ځای کړي دي د امریکا اروپايي متحدینو ته ډاډ ورکول او د هغوې دفاع تضمین کول دي.
ویاند زیاته کړه چې د امریکا لخوا د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان کړکیچ د کچې د راټیټولو په خاطر د ټولو هلو ځلو سره سره روسیه سیمې ته د نوو ځواکونو استولو ته دوام ورکوي.
ښاغلي پوتین ته او نړۍوالې ټولنې ته غواړو چې غوڅ پیغام ورکړو چې امریکا د خپلو متحدینو نه دفاع کولو ته ژمن دی.
هغه وویل چې فرانسه هم غواړي چې رومانیا ته تازه ځواکونه واستوي. همداشان د ناټو سازمان نور غړي هیوادونه هم غواړي چې د ناټو سازمان ختیځ پولو ته تازه دمې ځواکونه واستوي.
کیربي وویل چې دا ځواکونه د ۸۵۰۰ تنو سرتیرو نه په علاوه توګه سیمې ته لیږل کیږي.
هغه وویل چې پولنډ د امریکا د پریکړې نه هر کلی وکړ. د پولنډ د دفاع وزیر د خپل ټویټر پاڼې له لارې ویلي دي چې په پولنډ کې د لا زیاتو امریکايي سرتیرو ځای په ځای کیدل په اصل کې د اوکراین د مسئلې په اړه یو ډیر غوڅ پيغام دی.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن نن هغه حکم چې له مخې اروپا ته ۳۰۰۰ تنه سرتیري استول کیږي لاسلیک کړ.