د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ سره لیدنه وکړه.

امریکا قطر د ناټو سازمان نه بهر د خپل تر ټولو ستر شریک هیواد په توګه اعلان کړ

1771448
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ سره لیدنه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ سره لیدنه وکړه.

سپینې ماڼۍ ویلي دي‌ چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د قطر د امیر سره چې د رسمي‌ سفر په ترڅ کې امریکا ته راغلی دی په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې په نړۍواله کچه د انرژۍ د استقرار ، افغانستان مسئلې او یو زیات شمیر نورو مهمو سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې دواړو مشرانو په خلیج او منځني‌ ختیځ‌ سیمه کې د امنیت او رفاه د کچې په لوړولو، په نړۍواله کچه د انرژۍ  د سرچینو د استقرار د ټینګښت، افغانستان خلکو سره د مرستو، تجاري‌ پانګه والۍ په برخه کې پر همکاریو  خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د قطر د ملکي‌ هوايي چلند د کرښو شرکت او امریکا د بوینګ کمپنۍ تر منځه د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د تړون نه هر کلی وکړ.

همداشان د امریکا ولسمشر جو بایدن قطر چې د تیرو ۵۰ کلونو راهیسې  قوي‌ ستراتیژيک شراکت لري  ددې شراکت د نښان په توګه قطر د ناټو سازمان نه بهر د امریکا تر ټولو د ستر شریک په توګه اعلان کړ.



اړوند خبرونه