د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پدې ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر بایدن ددې خبرې په ټینګار وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل او اشغالولو په صورت کې امریکا او ګډ متحدین د روسیې پر مقابل کې په ګډه ګام اوچتولو ته ژمن دي. هغه د اوکراین د ارضي تمامیت او مځکنۍ بشپړتیا نه یو ځل بیا د امریکا د قوي ملاتړ نه یادونه وکړه.
بایدن ویلي دي چې امریکا تیر کال د اوکراین سره د پراختیايي او بشري مرستو په ترڅ کې نیم میلیارد ډالره مرسته کړې ده . همداشان امریکا د روسیې لخوا د اوکراین په پولو کې د ځواکونو د ځای په ځای کولو له امله ددې د اوکراین سره د لا زیاتو اقتصادي مرستو لارې لټوي.
بایدن وویل سره ددې چې په اوکراین کې د امریکا د سفارت پرسونل ددې هیواد نه وتلی دی خو بیا هم سفارت پرانیستی او فعالیت ته دوام ورکوي.
د بله پلوه د اوکراین ولسمشر زیلانسکي د امریکا د ولسمشر بایدن سره د ټیلیفوني خبرو په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې څرګندونې کړي دي.
هغه ویلي دي چې ټیلیفوني خبرو د معمول نه زیات دوام وکړ. د روسیې او اوکراین ترمنځه د روان کړکیچې د راټیټولو او ډیپلوماتیکو هلو ځلو په اړه مو خبرې وکړې.
په راتلوونکې کې د ګډو ګامونو اوچتولو په اړه سره په تفاهم ورسیدو. هغه ویلي دي چې پدې ټیلیفوني خبرو کې د بایدن نه مننه وکړه. ددې سربیره د اوکراین سره د مادي مرستو په اړه هم خبرې وشوې.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.