په هایټي کې په لومړي وزیر د کلیسا نه د راوتو پر مهال وسله وال برید وشو.
د هایټي لومړی وزیر د یو خونړي وسله وال برید نه روغ رمټ وژغورل شو
په هایټي کې په لومړي وزیر د کلیسا نه د راوتو پر مهال وسله وال برید وشو.
د هایټي د رسنیو د خبر له مخې د هایټي لومړي وزیر اریل هینري د هیواد د ملي خپلواکۍ د ۲۱۸ کلیزې په لمانځونو کې د ګډون په موخه د ګونایوس په ښار کې کلیسا ته تللی وو.
د کلیسا نه د راوتو پر مهال پرې وسله وال برید وشو. د برید نه سمدلاسه وروسته د لومړي وزیر ساتوونکي د هغه نه چاپیر شول او په ډزو کې یو تن ساتونکي ژوند د لاسه ورکړ او ګنشمیر نور ټپیان شول.
لومړی وزیر هینري د برید نه روغ رمټ ووت. ویل کیږي په هیواد کې یوې وسله والې ډلې لومړي وزیر هینري په مرګ ګواښلی وو خو هغه د ټولو ګواښونو سره سره پدې مراسمو کې ګډون وکړ.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د هایټي ولسمشر په خپل کور کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی وو او میرمن يي سخته ټپۍ شوې وه.
دا په تیرو ۶ میاشتو کې دویم ځل دی چې ددې هیواد په مشرانو وسله وال بریدونه کیږي.