د امریکا ولسمشر جو بایدن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د امریکا ولسمشر جو بایدن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د سپیني ماڼۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې د امریکا ولسمشر د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. بایدن پدې ټیلیفوني خبرو کې زیلانسکي ته د روسیې لخوا په اوکراین د یرغل په صورت کې د اوکراین نه د قوي ملاتړ کولو ژمنه وکړه.
بایدن ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په صورت کې به امریکا او د امریکا متحدین روسیې نه په قطعي ډول سره ډیر سخت ځواب ورکړي.
دواړو مشرانو په راتلوونکي اونۍ کې پیلیدونکي د ناټو – روسیې شورا د ستراتيژیک استقرار د مذاکراتو او اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو د هلو ځلو نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
بایدن د اوکراین ارضي تمامیت او مځکنۍ بشپړتیا ، دونبس کې د روان تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په خاطر د اعتماد جوړونې د تدابیرو او منسک تړون د عملي لپاره په برخه کې د
د اوکراین نه د ملاتړ اعلان کړ.
د ویلو ده چې بایدن درې ورځې مخکې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې او هغه ته يي پر اوکراین د احتمالي یرغل په برخه کې خبرداری هم ورکړی وو.