ناټو سازمان روسیې ته هم خبرداری ورکړ او هم پرې د مذاکراتو غږ وکړ.
ناټو سازمان روسیې ته د اوکراین په اړه ډیر سخت خبرداری ورکړ.
ناټو سازمان روسیې ته د اوکراین په اړه ډیر سخت خبرداری ورکړ. ناټو سازمان ویلي دي چې د روسیې لخوا پر اوکراین د هر ډول برید بدل به پدې هیواد ډیر سخت پرې کړي. ناټو ویلي دي که چیرې روسیه د روان تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي د اعتماد سازۍ په برخه کې په تدابیرو کار کولو ته چمتو دی.
ناټو سازمان پدې وروستیو میاشتو کې د روسیې لخوا د اوکراین په پوله کې د پوځیانو او درندو وسلو د ځای په ځای کولو په اړه جدي اندیښنه وښوده.
ناټو سازمان وویل " پر روسیې هر څه ژر د روان تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو، د ډیپلوماتیکو کانالونو د تعقیبولو او په پوځي فعالیتونو کې د شفافیت په اړه نړۍوالو تهداتو د رعایت کولو غږ کوو. "
په بیان کې راغلي دي چې د ناټو سازمان پر امنیت د موجود وضعیت د اغیزو په اړه ارزونې دوام لري. ناټو سازمان به د هر هغه اقدام په مقابل کې چې د ناټو امنیت خراب کړي او یا ورته ګواښ مخامخ کړي سمدلاسه ډیر قوي پهکس العمل وښايي.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د اوکراین پر خلاف د هر ډول پوځي اقدام یا برید په صورت کې به پر روسیې ډیر سخت بدل پرې کړي.
ناټو سازمان د اوکراین د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه د قوي ملاتړ په ښودولو سره پر روسیې د اوکراین د پولو نه د خپل ځواکونو د په شا کولو غږ کړی دی.
همداشان پدې بیان کې د ناټو په سازمان کې د اوکراین د احتمالي غړیتوب په اړه د روسیې اعتراض ته په اشارې سره ویلي دي چې هر هیواد د خپل برخلیک او خپلو بهرنیو سیاستونو د ټاکلو مسلم حق لري. د ناټو او اوکراین ترمنځه اړیکې یواځې د ناټو او ۳۰ غړیو هیوادونو مسئله ده پدې کې دریم ګړی هیواد د مداخلې حق نلري.
په بیان کې پر روسیې غږ شوی دی چې مذاکراتو ته چمتو یو. ناټو سازمان روسیې ته د ناټو او روسیې د شورا غونډې جوړولو ته بلنه ورکړې ده .
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي که چیرې روسیه د د موجود تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په اړه غوڅ ګامونه اوچت کړي ناټو سازمان هم د اعتماد سازۍ په برخه کې د تدابیرو نیولو په مسئله کې په ګډه کار کولو ته چمتو دی