د هانګ کانګ په نړۍوال سوداګریز مرکز کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د هانګ کانګ په نړۍوال تجارتي مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې
د هانګ کانګ په نړۍوال سوداګریز مرکز کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د هانګ کانګ د مقاماتو په وینا اورلګیدنه په ځايي وخت په ۱۲ بجو او ۳۷ دقیقو پيل شوه. اورلګیدنه د نیم ساعت په څیر په ډیره کمه موده کې د چا خبره ټول مرکز ته خوره شوه.
پدې ودانۍ کې چې د نړۍوال سوداګریز مرکز سربیره یو ستر سوپر مال او نور دفترونه هم شتون لري په لسګونو تنه پکې بند پاتې دي.
داسې ګمان کیږي چې ۶۰ تنه د ودانۍ په پنځم پوړ کې او تر سلو تنو ډیر کسان د ودانۍ په ۳۹ م پوړ کې بند پاتې وي.
د اور وژنې او ژغورنې ډلې سیمې ته رارسیدلي دي او د بندو پاتو کسانو د ژغورولو او اور د مړولو هڅه کوي.
ویل کیږي تر سلو ډیر کسان د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوي او تخلیه شوي دي.
د اورلګیدنې لامل معلوم ندی .
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.