د اروپايي ټولنې ۱۵ غړي هیوادونه ۴۰۰۰۰ تنو افغانانو ته پناه ورکوي.
اروپا ۴۰۰۰۰ زرو تنو افغانانو ته پناه ورکوي
د اروپايي ټولنې ۱۵ غړي هیوادونه ۴۰۰۰۰ تنو افغانانو ته پناه ورکوي.
دا خبره د اروپا د کمیسیون د کورنیو چارو مسئولې غړې یلوا یوهانسون وکړه.
یلوا یوهانسون دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې. هغې وویل چې دا پریکړه د اروپايي ټولنې د غړیو ترمنځه د همغږۍ یوه ډیره ښکاره بیلګه ده.
هغې زیاته کړه چې " دا پریکړه په عینې وخت کې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او اروپايی ټولنې ته په قانوني توګه د کډوالو د راوستو په برخه کې ښه سرمایه ګذاري ده. "
میرمن یلوا د اروپايي ټولنې د هغه ۱۵ غړیو هیوادونو چې ۴۰ زره تنه افغان کډوالو ته پناه ورکوي د نومونو د اخیستو ډډه وکړه.
همداشان هغې د پناه ورکولو د شرایطو او دا چې په کومه کټګورۍ کې افغانان کولی شي چې ددې پروګرام نه مستفید شي په اړه هم معلومات ورنکړل.
هغې د اروپايي ټولنې د کډوالو د نوې کڅوړې د عناصرو نه د اجباري همغږۍ د میکانیزم په اړه هم معلومات ورکړل.
هغې وویل چې پدې میکانیزم کې زمونږ وړاندیز د ټولنې هر غړی هیواد باید د خپل توان او لویوالي په اندازه مرسته وکړي او سهیم شي. دلته د کډوالو منل اجباري ندي خو هر هیواد د خپل توان او لویوالي سره مرسته کول اجباري دي.
هغې زیاته کړه چې په نوي کال کې د اروپايي ټولنې دوره مشري فرانسه په غاړه اخلي. فرانسې فرانسې ددې میکانیزم د عملي کولو لپاره لیوالتیا ښودلې ده .
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.