په سویډن کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې دندې یواځې ۷ ساعته دوام وکړ.
د سویډن لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې استعفا وکړه
په سویډن کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې دندې یواځې ۷ ساعته دوام وکړ.
د سویډن په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوي ماګدالنا اندرسون د لومړۍ وزیرې په توګه د ټاکل کیدو نه یواځې ۷ ساعته وروسته استعفا ورکړه.
د سویډن د سوسیال ډیموکراټ ګوند مشرې اندرسون پرون د سهار په ساعتونو کې د پارلمان نه د باور د رایې په ترلاسه کولو سره د سویډن په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوه.
ددې پرمختګ نه وروسته د سویډن د ائتلافي حکومت شرکت د زرغونانو ګوند د ښي اړخه ګوندونو لخوا جوړه شوې کلنۍ بودیجه د پارلمان لخوا د پاس کیدو نه وروسته د حکومت نه د جلا کیدو پریکړه وکړه.
همداشان د زرغونانو ګوند د ائتلافي حکومت نه د جلا کیدو نه وروسته لومړۍ وزیرې اندرسون له خپلې دندې استعفا ورکړه.
پدې ډول د سویډن د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې دندې یواځې ۷ ساعته دوام وکړ.
د زرغونانو د ګوند معادل رئیس پیر بولوند د حکومت نه د جلا کیدو نه وروسته وویل چې نه غواړي د ښي اړخو ګوندونو لخوا د جوړې شوې بودیجې سره هیواد اداره کړو.
د همدې امله مو د حکومت نه د جلا کیدو پریکړه وکړه.