په روسیه د ډبرو سکرو په کان کې د پيښې د رامنتځته کیدو له امله ۱۱ تنو ژوند دلاسه ورکړی
په روسیه کې د ډبرو سکرو په کان کې د پيښې د رامنځته کیدو له امله ۱۱ تنه مړه او ۴۶ تنه نور لا درکه شوي دي
په روسیه کې د ډبرو سکرو په کان کې د یوې پيښې رامنځته کیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا پیښه د روسیې د سایبریا په ښار کې رامنځته شوې ده .
د روسیې یو تن سیمه ایز چارواکي سرګي تسیویلوف د ټولنیزې مډیا له لارې بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د پيښې پر مهال په کان کې ۲۸۵ تنو کارګرانو شتون درلود.
هغه ویلي دي چې دا پيښه د کیمیروو په سیمه کې د بیلوو ښارګوټي ته نږدې د لستویاژنا د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده .
د ویلو ده چې په کان کې ددې حادثې د علت په اړه په رسمي توګه څه ندي ویل شوي. همداشان په همدې کان کې په ۲۰۰۴ کال کې هم چاودنه شوې وه چې له امله ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
ویل کیږي پدې پیښه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۶ تنه نور لا درکه دي. دا کسان په کان کې بند پاتې دي.
سیمه ایزو چارواکي ویلي دي چې په کان کې د بندو پاتو کسانو سره تر اوسه پورې کومه اړیکه نده نیول شوې .
په کان کې داسې کوم قوي لوګی هم نشته . د همدې امله مونږ دا ویلی شو چې اورلګیدنه نشته . همداشان د کان د هوا ویستنې سیستم هم فعال دی.
د هغه په وینا تر اوسه پورې ۴۳ تنه ټپیان راویستل شوي دي او روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ددې پيښې له امله ژور خفګان ښودلی دی او د ددې پيښې د قربانیانو د کورنیو سره غمرازي ښودلې ده .
هغه ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کان کې د حادثې د رامنځته کیدو نه وروسته لوګې خپور شوی او ډیر کسان يي مسموم کړي وو.
دا پیښه نن پنجشنه د نوامبر ۲۵ مه په ځاييوخت د سهار په ۸ بجو او ۳۵ دقیقو رامنځته شوې ده .