په فرانسه کې پر مسلمانانو د هرې ورځې په تیریدو د لا زیات محدودیتونه لګول کیږي
فرانسې د تیر کال د نوامبر د میاشتې راهیسې د جوماتونو په اړه د روانو څیړونو او تفتیش په لړ کې یوه دریمه برخه جوماتونو تړلي دي.
فرانسې پدې موخه کې ۸۹ جومانونو په اړه تفتیش کړی دی چې یوه دریمه برخه يي ورته تړلي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لی فیګارو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې مخکې ددینه چې بیلتون غوښتنې قانون نافذ شي د تندلارو ۶۵۰ مکانونه مو وتړل او ۲۴ زره مکانونه د پولیسو لخوا تفتیش او کنټرول شول.
د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د میاشتې راهیسې د هغه ۸۹ جوماتونو په اړه چې د تند لارو د شتون په اړه پکې ادعاء شوې وه تفتیش او کنټرول ترسره شوی دی چې ددوې د جمع نه مو یو دریمه برخه جوماتونه د تندلارۍ ته د خلکو د تشویقولو له امله تړلي دي.
هغه وویل چې په شپږو نورو سیمو کې مو هم د ۶ جوماتونو د تړولو چارې پيل کړي دي.
همداشان د ستراسبورګ په ښار کې د اسلامي ټولنې د ملي لید د ټولنې اړوند د ایوب سلطان په نامه د جومات ساختماني چارې د ښاروالۍ لخوا د اجازې د ترلاسه کولو سره سره درولي دي.
همداشان تر ننه پورې مو د مسلمانانو اړوند ۵ ټولنې چې په سیاست کې دخیلې وې تړلي دي.
همداشان نوی قانون چې مونږ ته لا زیات صلاحیت او فرصتونه راکړي دي د اکتوبر تر ۴ مې نیټې به ۱۰ نورې ټولنې هم وتړو.
هغه وویل چې د نوي قانون له مخې د ۲۰۵ ټولنو بانکي حسابونه کنګل کړي دي او دوه تنه ملا امامان مو ډیپورت کړي دي.
هغه وویل هغه څوک چې غواړي پر مونږ وحشت او ترهګري تحمیل کړي د هغوې په منځ کې به وحشت او ترهګري خپره کړه.
هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۳ کال نه په اعتبار سره به د بهر نه ملا امامانو ته فرانسې ته د راتګ اجازه ورنکړو. همداشان ټولو والیانو ته مو هدایت ورکړی دی چې د ۲۰۲۳ کال نه وروسته په فرانسه کې د هغه ملا امامانو چې د بهر نه راغلي دي اقامتونه او ویزې تمدید نکړي.
هغه وویل چې ددې سربیره نه غواړي د هغه بهرنیو وګړو چې د نشه يي توکو د قاچاق او یا کورنۍ تاوتریخوالي په تور تورن وي اقامتونه تمدید کړو.