امریکا د افغانستان نه تخلیه شوو افغانانو  امریکا ته د انتقال  بهير د  ۷ نورو ورځو لپاره وځنډو.

امریکا په ځینو مساپرو کې د سرخکان ناروغۍ د لیدل کیدوله امله امریکا ته افغانانو بهير وځنډو.

1706889
امریکا د افغانستان نه تخلیه شوو افغانانو  امریکا ته د انتقال  بهير د  ۷ نورو ورځو لپاره وځنډو.

امریکا د افغانستان نه تخلیه شوو افغانانو  امریکا ته د انتقال  بهير د  ۷ نورو ورځو لپاره وځنډو.

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان  نه تخلیه شوو افغانانو امریکا ته د انتقال  بهير په ځینو مساپرو کې د سرخکان ناروغۍ د لیدل کیدوله امله  د ۷ نورو ورځو لپاره وځنډو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي‌ ورځنۍ خبري‌ غونډې ته وویل چې  امریکا ته د افغانستان نه د تخلیه شوو افغانانو  د انتقال په موخه الوتنې په بعضو کسانو کې د سرخکان ناروغۍ د تشخیصدو له امله  تیره اونۍ ځنډول شوې وې د یوې بلې اوونۍ لپاره هم وځنډول شوې.

هغې وویل چې تر اوسه پورې امریکا ته راانتقال شوو افغانانو نه په ۷ تنو کې د سرخکان ناروغۍ تشخیص شوې ده .

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او تدابیرو مرکز د تدابیرو په موخه د ۷ نورو ورځو لپاره امریکا ته د افغان کډوالو د راانتقال بهیر وځنډو. پدې اړه خبرې او ارزونې دوام لري. د امریکا د ملي‌ امنیت ډله پدې اړه کار کوي.

جین ساکي‌ د یو خبریال هغه پوښتنه چې امریکا د افغانستان نه  د وتو نه  دوه ورځنې مخکې د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ  په یو کور برید وکړ. ولسمشر بایدن وویل چې د داعش ترهګرې ډلې په غړي‌ چې د برید پلان یي‌ درلود هوايي برید کړی او داعش غړی وژلی دی. خو وروسته داسې ادعا وشوه چې دا كس د داعش غړی نه وو. که چیرې دا خبره اثبات شي‌ ایا ولسمشر بایدن به دا مسئولیت په غاړه واخلي؟ وويل , تر اوسه پورې دا خبره معلومه نده. ددې پيښې په اړه تحقیقات روان دي او د تحقیقاتو پایلې به ټول په ګډه وګورو.



اړوند خبرونه