د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د جو بایدن لومړنی څرګندونې
جو بایدن : په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي ماموریت رسمآ پایته ورسید
د امریکا ولسمشر جو بایدن د افغانستان نه د وروستیو امریکايي سرتیرو د وتو نه وروسته د بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي ماموریت د پایته رسیدو نه خبر ورکړ.
جو بایدن په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې غواړم قومندانانو ، نارینه او ښځیو سرتیرو نه د افغانستان نه د تخلیې عملیات د اګست د ۳۱ مې نیټې نه مخکې د سرته رسولو له امله مننه وکړم. هغه ویلي دي چې زمونږ عسکرو په تیرو ۱۷ ورځو کې د هوا له لارې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر د تخلیې عملیات په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسول. څه باندې ۱۲۰ زره تنه امریکایي وګړي، کورنۍ او زمونږ افغان همکاران او د هغوې کورنۍ د کابل نه تخلیه کړل.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې امریکايي ځواکونو د تخلیې دا عملیات په کامله زړورتیا، مسلکیتوب او قوي عزم او ارادې سره ترسره کړل.
اوس په افغانستان کې زمونږ شل کلن پوځي ماموریت پایته ورسید.
بایدن ویلي دي چې د سې شنبې په ورځ د مازیګر په ساعتونو کې به د افغانستان نه د تخلیې عملیاتو نیټه د اګست د ۳۱ مې نیټې نه د نه غځولو د تصمیم په اړه د امریکا وګړو ته په خطاب کې وینا وکړم. دا تصمیم مو د لوی درستیز او قوتونو د ټولو قومندانانو د توصیې له مخې نیولی دی.
هغه ویلي دي چې د پوځ قومندانانو ماته وویل چې زمونږ د سرتیرو د ژوند د خوندي کولو او د هغه ملکي کسانو چې په راتلوونکې کې غواړي د افغانستان نه ووځي په خوندي توګه د افغانستان نه د وتو د زمینې د برابرولو په خاطر تر ټولو غوره لار په افغانستان کې د پوځي ماموریت پایته رسول دي. .
بایدن وویل چې د بهرنیو چارو وزارت ته مو افغانستان نه د امریکايي وګړو ، زمونږ د افغان همکارانو او بهرنیو وګړو د تخلیې په خاطر د خپلو نړۍوالو متحدینو سره د همکارۍ هدایت ورکړ. طالبانو ژمنه کړې ده چې امریکایي وګړو، بهرنیو وګړو او د هغوې افغان همکارانو ته به په ډیره خوندي توګه د هیواد د وتو اجازه ورکړي. اوس به ټوله نړۍ دا خبره تعقیب کړي چې ایا طالبان په خپلو ژمنو عمل کوي او که نه.
بایدن د بیان په وروستۍ برخه کې په کابل کې په وروستي ځانمرګي برید کې د وژل شوو ۱۳ تنو امریکايي سرتیرو نه یادونه کړې ده.