د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو سازمان جي‌ ۷  د افغانستان په اړه بیړنۍ غونډه وکړه.

جي‌ ۷ سازمان : د افغانستان مسئله زمونږ په لومړیتوب کې قرار لري

1696686
د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو سازمان جي‌ ۷  د افغانستان په اړه بیړنۍ غونډه وکړه.

 

جي‌ ۷ سازمان د غړیو هیوادونو مشرانو ددې خبرې په ټینګار وویل چې زمونږ بیړنی او عاجل لومړیتوب د افغانستان مسئله ده.

د جي‌ ۷ سازمان غړیو هیوادونو مشرانو  نن  په انلاین ډول بیړنۍ  غونډه وکړه.

د جي‌ ۷ د سازمان د غړیو مشرانو ددې خبرې په ټینګار وویل چې زمونږ بیړنی لومړیتوب د افغانستان نه په خوندي ډول د  تخلیې د چارو سرته رسول دي.

همداشان نوموړو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د طالبانو په اړه به د هغوې د خبرو نه بلکې د عمل له مخې چلند وکړي. همداشان د طالبانو لخوا جوړیدونکی حکومت مشروعیت د نړۍوالو تعهداتو او مکلفیتونو د پر ځای کولو پورې تعلق لري.

د جرمني، امریکا ، فرانسې، انګلستان، ایټالیا، جاپان او کاناډا نه جوړ د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو جي‌ ۷ سازمان مشرانو د افغانستان په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. دا غونډه په انلاین ډول ترسره شوه.

د ویلو ده چې پدې غونډه کې د ملګروملتونو سازمان سرمنشي‌ انتونیو ګوتریش او د ناټو سازمان سرمنشي‌ ینس ستولتنبرګ هم ګډون کړی وو.

د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې  د افغانستان د موجود وضعیت په اړه جدي‌ اندیښنه ښودل شوې ده.

په اعلامیه کې  پر طالبانو  د  افغانستان او پدې هیواد کې د نورو هیوادونو د بې دفاع وګړو د امنیت خوندي‌ ساتلو  او بشري‌ بحران د مخنیوي‌ په خاطر  د اعتدال غږ شوی دی. همداشان د طالبانو نه د ښځو ، نجونو او لږه کیو د حقونو د خوندي‌ ساتلو په برخه کې د تعهداتو او مکلفیتونو د  پر ځای کولو غوښتنه کړې ده .

همداشان په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې افغانستان باید یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای  بدل نشي او ددې هیواد د خاوره   باید  د سیمې او یا نورو هیوادونو پر خلاف ونه کارول شي.

د جي‌ ۷ غړیو هیوادونو مشرانو پدې اعلامیه کې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د ناټو سازمان غړي‌ او متحد  هیوادونه د نړۍ په هر ځای کې چې وي‌ د ترهګرۍ پر خلاف به مبارزې ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې په  افغانستان کې  په راتلوونکي‌ کې جوړیدونکی  حکومت  باید نړۍوال تعهدات او مکلفیتونه  سره سم عمل وکړي، د ترهګرۍ نه د ځان محافظت وکړي، په سر کې د ښځو ، ماشومانو، قومي، مذهبي، دیني  او لږه کیو په ګډون د ټولو افغانانو بشري‌ حقونه  تضمین  کړي ، حقوقو ته درناوی وکړي ، پرته د قید او شرط نه بشري‌ لاسرسي‌ ته اجازه ورکړي او لا په اغیزمنده توګه د انسان او نشه يي توکو د قاچاق پر خلاف قوي‌ مبارزه وکړي.

همداشان په اعلامیه کې په افغانستان کې ټولو خواوو ته د   یو ټولشموله حکومت د جوړولو په خاطر  چې ښځو او لږه کیو ته هم پکې ونډه ورکړ شوي‌ وي‌  په ډیر ښه او حسن نیت په ګډه د کار کولو بلنه ورکړ شوې د.

جي‌ ۷ هیوادونو د افغانستان سره د بشري او کډوالو په برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې زمونږ عاجل لومړیتوب  د جي‌ ۷ سازمان د غړیو هیوادونو د هیوادوالو او په تیرو ۲۰ کلونو کې  زمونږ سره د کار کوونکو افغان همکارانو په خوندي‌ توګه د تخلیې  چارې ځای لري. دا کسان باید د افغانستان نه په ډیره خوندي‌ توګه وباسو. د جي‌ ۷ هیوادونه به پدې برخه کې ډیره نږدې همکاري‌ وکړي.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې افغانستان د موجودو ستونزو د حل په خاطر به ملګروملتونو سازمان ، جي‌ شل سازمان د خپلو نورو متفقینو سره او سیمې هیوادونو سره په ګډه کار وکړي.

همداشان په افغانستان کې جوړیدونکی حکومت مشروعیت به د خبرو نه د عمل له مخې وارزول شي. وبه لیدل شي‌ چې طالبان د ترهګرۍ نه د ځان محافظت، ښځو، ماشومانو، لږه کیو، بشري‌ حقونو او د یو هر اړخیز او ټولشموله حکومت د جوړولو په برخه کې په کومه اندازه په خپلو تعهداتو عمل کوي.



اړوند خبرونه