په یونان کې د اور وژنې الوتکې سقوط وکړ.

په یونان کې د اور وژنې الوتکې سقوط وکړ.

1687716
په یونان کې د اور وژنې الوتکې سقوط وکړ.

 

د یونان  د اور وژنې یوې الوتکې د زاکینتوس په ټاپو کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوې اورلګیدنې د مړولو هڅه کوله چې د سقوط‌ يي‌ وکړ.

ویل کیږي‌ د الوتکې پيلوټ پدې پيښه کې ژوند ژغورل شوی دی.

د یونان د اور وژنې ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  د کیفالونیا د ټاپو نه د زاکینتوس ټاپو ته د  اورلګیدونو پر خلاف د مبارزې په موخه د لیږل شوو دوو الوتکو نه یوې سقوط کړی دی.

پدې پيښه کې د الوتکې پيلوټ ژوند ژغورل شوی دی. د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي‌ دي.

د پیلوټ روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.

د ویلو ده چې په یونان کې هم د یو څه راهیسې په ځنګلونو کې د لګیدلي‌ اورلګیدنې له امله ستر تخریبات رامنځته شوي‌ دي.



اړوند خبرونه