په مکسیکو کې په یو جشن خونړی وسله وال برید شوی

د مکسیکو د ګواناخواتو په ایالت کې یوې وسله والې ډلې په یو کور کې په جوړ شوي‌ جشن مراسمو وسله وال برید وکړ.

1687813
په مکسیکو کې په یو جشن خونړی وسله وال برید شوی

 

د ګواناخاتو د ایالت پولیسو ویلی دي چې تیره شپه  د سانتا ماریا په سیمه کې یوې وسله والې ډلې په یو کور کې په جوړ شوي‌ جشن مراسمو وسله وال برید کړی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي دي چې برید د درې تنو برید کوونکو لخوا شوی دی.

پولیسو ویلي دي‌ کله چې د برید په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته سیمې ته ورسیدل ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

برید کوونکي‌ د پيښې د ځای نه په تیښه بریالي‌ شوي‌ وو.

د پيښې عیني‌ شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دا برید د ۳ تنو لخوا وشو. برید کوونکو د یو سور رنګه موټر نه د راښکته کیدو نه وروسته په کور کې په جوړ شوي‌ جشن مراسمو يي ډزې وکړې او وروسته په خپل موټر کې سپاره شول او د پيښې د ځای نه وتښتیدل.

پدې پیښه کې د یوې ښځې په ګډون ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو د پيښې په اړه تحقیقات پيل کړي‌ دي. پولیسو ویلي دي‌ چې د پیښې په تړاو يي تر اوسه پورې څوک ندي‌‌ نیولي‌ خو د برید کوونکو د تثبیت او نیولو په خاطر عملیات پيل شوي‌ دي.


پيوندونه: #برید , #مکسیکو

اړوند خبرونه