د هایټي د ولسمشر مویس ۴ تنه شکمن قاتلین ووژل شول
د هایټي امنیتي ځواکونو د نوموړي هیواد د ولسمشر جوونیل مویس د قاتلینو د نیولو پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې ۴ تنه مړه او ۲ تنه ژوندي ونیول .
د هایټي امنیتي ځواکونو د نوموړي هیواد د ولسمشر جوونیل مویس د قاتلینو د نیولو پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې ۴ تنه مړه او ۲ تنه ژوندي ونیول .
د ویلو ده چې دوه شپې مخکې یوې نامعلومې وسله والې ډلې د هایټي د ولسمشر جوونیل مویس پر شخصي کور وسله وال برید وکړ چې په نتیجه کې ولسمشر مویس ژوند لاسه ورکړ او میرمن يي سخته ټپۍ شوه.
د هایټي امنیتي ځواکونو پر ولسمشر برید کوونکې وسله والې ډلې د نیولو په خاطر د هیواد په کچه ځانګړي عملیات پیل کړل.
امنیتي ځواکونو د برید کوونکو د مکان د تثبیتولو نه وروسته د هغوې د نیولو په خاطر ځانګړي عملیات ترسره کړل.
پدې عملیاتو کې ۴ تنه شکمن برید کوونکي مړه او ۲ تنه نور ژوندي ونیول شول.
د هایټي لومړي وزیر کلود جوزیف ویلي دي چې برید کوونکي بهرني په پیسو نیول شوي قاتلین دي چې په انګلیسي او اسپانیوي ژبو خبرې کوي.
د بله پلوه پر ولسمشر مویس د برید په اړه په روانو تحقیقاتو کې ویل شوي دي چې د هغه په وجود کې ۱۲ مرمۍ تثبیت شوي دي.
د ولسمشر مویس میرمن د تداوۍ په خاطر د امریکا د میامي ښار ته انتقال شوې ده.
ویل کیږي د هایټي د وژل شوي ولسمشر د میرمن روغتیايي حالت هم ښه ندی.
ترکیې د هایټي پر ولسمشر ترسره شوی برید په کلک ټکو غندلی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ولسمشر مویس په اړه د تسلیت پيغام خپور کړی دی.
د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د هایټي پر ولسمشر ترسره شوی مرګونی برید په کلکه ټکوغندلی دی او پدې هیواد يي د اعتدال غږ کړی دی.