د روسیې د امینت فدرال ادارې د ایستونیا جنرال قونسل د جاسوسۍ په تور نیولی دی
روسیې په سن پیترزبورګ ښار کې د ایستونیا د هیواد یو تن مهم ډیپلوماټ د جاسوسۍ په تور ونیو
د روسیې د امنیت فدرال ادارې د نوموړي هیواد د سن پیترزبورګ په ښار کې د ایستونیا جنرال قونسل مارت لاتي د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د روسیې د امنیت فدرال ادارې ویلي دي چې په سن پیترزبورګ ښار کې د ایستونیا د هیواد جنرال قونسل د روسیې په اړه د محرمو اسناد د ترلاسه کولو پر مهال لاس په لاس نیولی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د ایستونیا جنرال قونسل دا محرم اسناد د روسیې د یو تن وګړي چې نوم يي ندی ښودل شوی ترلاسه کول.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ایستونیا جنرال قونسل نیول شوی دی او تر نظارت لاندې دی. د هغه دا اقدام د ډیپلوماتیکو نورمونو او قواعدو نه په ښکاره توګه سرغړونه او د روسیې پر خلاف خصمانه او د دښمنۍ نه ډک اقدام دی.
په بیان کې راغلي دي چې د ایستونیا پر ډیپلومات به قوانین پلي شي.
د ویلو ده چې کارپوهانو د روسیې ددې اقدام نه د روسیې او اروپا ترمنځه د نوي بحران په توګه یادونه کړې ده .