تاجکستان د افغانستان سره په پوله کې د ۲۰ زرو تنو سرتیرو د ځای په ځای کولو امر وکړ
تاجکستان د افغانستان سره په پوله کې په روان وضعیت غور وکړ
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان سره د خپلې پولې د لا مضبوطولو په خاطر په پوله کې د ۲۰ زرو تنو تازه دمو ځواکونو د ځای په ځای کولو امر کړی دی.
د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ولسمشر امام علي رحمان په مشرۍ د ملي امنیت د شورا غونډه وشوه.
پدې غونډه کې د تاجکستان او افغانستان د پولې پر وضعیت خبرې او غور وشو. د سرحدي سیمو د امنیت د لا ټینګښت او پولو نه د دفاع په اړه په تدابیرو خبرې وشوې.
همداشان پدې غونډه کې ولسمشر رحمان د پولو د امنیت د لا ټینګښت او په لازمو شرایطو کې پولو ته د اضافه ځواکونو د استولو امر وکړ. پدې غونډه کې د پولو نه د پورې غاړې جرایمو او د پولو په تیریو هم غور وشو.
ولسمشر رحمان سیمې ته د ۲۰ زرو تنو اضافي ځواکونو د استولو امر وکړ.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تاجکستان سره په پوله کې د یو زیات شمیر سیمو د نیولو له امله په پوله کې وضعیت لا پسې خراب شوی دی.