په روسیه کې د یوې مساپروړونکې الوتکې سره اړیکه پرې شوې ده.
په روسیه کې مساپروړنکې الوتکه لا درکه شوې
په روسیه کې د یوې مساپروړونکې الوتکې د لویدو له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې د قامچاتکا د ښآر والي ویلي دي چې یوه د یوې ای ان ۲۶ ډوله مساپروړونکې الوتکې چې د رادار سره اړیکه پرې شوې وه سقوط کړی دی .
هغه وویل چې په الوتکه کې د دوو تنو ماشومانو په ګډون ۲۸ تنو شتون درلود چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې د دولتي خبري اژانس د بیړنیو حالاتو د وزارت د رسنیو د دفتر له قوله لیکلي دي، د روسیې یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د پیتروپالوسکي د ښار نه د پالانا ښار ته روانه وه په لاره کې ورسره د رادار اړیکه پرې شوې ده .
په الوتکه کې ۲۲ تنو مساپرو او ۶ تنه پيلوټانو او د الوتکې میلمه پالو شتون درلود.
الوتکه د پالانا ښار په څلور کیلومترۍ کې لویدلې ده . ویل کیږي الوتکه په سمندر کې غورځیدلې ده .
الوتکه موندل شوې ده . پدې پیښه کې هیڅوک ژوندي ندي ژغورل شوي .