د لوکسمبرګ لومړی وزیر کرونا ویروس نیولی او په روغتون کې بستري شوی دی
د لوکسمبرګ لومړی وزیر خاور بټل کرونا ویروس نیولی دی
د لوکسمبرګ لومړی وزیر په نوي ډول کرونا ویروس ناروغۍ د روږدې کیدو نه وروسته په روغتون کې بستري شو.
د لوکسمبرګ لومړی وزیر خاور بټل د کرونا ټسټ چې تیره اونۍ مثبت راوتلی وو د تدبیر په خاطر په روغتون کې بستر کړی شوی دی.
د لوکسمبرګ لومړي وزیر دفتر ویلي دي چې لومړي وزیر خاور بټل ته به بعضې معاینات وشي او په وروسته به يي د ډاکټرانو د توصیې په مطابق حرکت وشي.
دا لا معلومه نده چې نوموړی به په روغتون کې پاتې شي او که نه.
د ویلو ده چې خاور بټل د جون په ۲۷ مه نيټه اعلان کړی وو چې د کرونا ټسټ يي مثبت راوتلی دی. هغه ویلي وو چې تبه او سردرد لري.
هغه د جون په ۲۴ او ۲۵ نیټو د اروپايي ټولنې د مشرانو په عالي سرمشریزه کې ګډون کړی وو خو ویلي دي چې پدې غونډه کې د چا سره نږدې تماس ندی نیولی .
د ویلو ده چې د لوکسمبرګ لومړي وزیر د مې د میاشتې په ۶ مه نیټه د استرا زنکا په نامه د کرونا ویروس د واکسین لومړی ډوز کړی وو او د ډویم ډوز لپاره يي ورته د جولای لومړۍ نیټې وخت ورکړی وو. هغه د دویم ډوز واکسین کولو نه مخکې کرونا ویروس ونیو.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.