په نړۍ کې د کارګر ماشومانو شمیره ۱۶۰ میلیونو تنو ته لوړه شوې ده.
په نړۍ کې د کارګر ماشومانو شمیره مخ په لوړیدو ده
د کار نړۍوال سازمان او ملګروملتونو سازمان د ماشومانو نه د ملاتړ ادارې یونسف ویلي دي چې په تیرو ۴ کلونو کې د ماشوم کارګرانو شمیره ۸ عشاریه ۴ میلیونو تنو په لوړیدو سره ۱۶۰ میلیونو تنو ته لوړه شوې ده .
کارګر ماشومان او د ۲۰۲۰ کال نړۍوال اټکلونه د عنوان لاندې په جوړ شوي راپور کې راغلي دي چې د جدي تدابیرو د نه نیول کیدو په صورت کې به د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې په نړۍ کې د کارګر ماشومانو شمیره ۱۶۹ میلیونو تنو ته لوړه شي.
د راپور له مخې ددې ماشومانو عمر د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځه دی. همداشان ددې ماشومانو نه ۷۹ میلیونه تنه يي د خطر نه په ډکو کارونو کې په کار بوخت دي.
ددې ماشومانو نه ۲۸ سلنه د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځه دي . همداشان د ماشومانو نه ۳۵ سنله يي ښوونځي ته هم نه ځي.
ددې ماشومانو نه ۷۲ سنله يي د خپلو کورنیو سره ژوند کوي. همداشان هغه ماشومانو چې د خپلو کورنیو سره ژوند کوي هغوې د نورو په پرتله لا په درنو او خطرناکو کارونو کې کار کوي.