په امریکا کې په سوپر مارکیټ وسله وال برید شوی

د امریکا په فلوریدا ایالت کې په یو سوپر مارکیټ وسله وال برید شوی

1655773
په امریکا کې په سوپر مارکیټ وسله وال برید شوی

په امریکا متحده ایالتونو کې په یو سوپر مارکیټ وسله وال برید شوی دی.

د امریکا  د فلوریډا ایالت  د پالم بیچ په ښار کې په یو سوپر مارکیټ وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د دلاسه ورکړی دی.

د پالم بیچ د ښار د پولیسو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د پابلکس په نامه په سوپرمارکیټ وسله وال برید شوی .

په بیان کې راغلي دي‌ چې پدې برید کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برید انګیزه او لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او  پولیسو يي په اړه تحقیقات پیل کړي.

د برید کوونکي‌ د هویت په اړه هم تر اوسه پورې څه ندي شوي.



اړوند خبرونه