سپینې ماڼۍ د جون په ۱۴ مه نيټه د ترکیې او امریکا د مخامخ لیدنې په اړه مهمې څرګندونې وکړې
سپینه ماڼۍ : ولسمشر بایدن د ترکیې د ولسمشر اردوغان سره مخامخ لیدنې ته لومړیتوب ورکړی دی
.
د سپیڼې ماڼۍ ویاندې وویل چې د جون په ۱۴ مه نيټه د ولسمشر بایدن او ولسمشر اردوغان لیدنه به د مخامخ ډیپلوماسۍ په برخه کې یو ډیر ښه فرصت دی.
ویاندې وویل چې ولسمشر بایدن د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ کې د ولسمشر اردوغان سره لیدنې نه لومړیتوب ورکړی دی.
هغې ویلي دي پوره باور لري چې دا لیدنه به د مخامخ ډیپلوماسۍ په برخه کې یو ډیر ښه فرصت وي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن خپل لومړنی بهرنی سفر انګلستان ته ترسره کړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې چې پدې سفر کې د ولسمشر بایدن سره ملتیا کوله په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغې د جون په ۱۴ مه نيټه په بروکسل کې د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو د لیدنې په اړه د امریکا انتظارات څه دي؟ د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې په ډیره ساختاري او پیاوړي توګه د دوام ، په ګډه د کار کولو او همکارۍ نه یادونه وکړه. هغې وویل چې دا لیدنه په اصل کې د دواړو هیوادونو لپاره یو ډیر ښه فرصت دی.
ددې ترڅنګ د ولسمشر بایدن لخوا د ترکیې د ولسمشر سره لیدنې ته په لومړیتوب کې ځای ورکول په اصل کې د دواړو هیوادونو د اړیکو اهمیت ښکارندويي کوي.
هغې زیاته کړه چې دا هم یو حقیقت دی چې د ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې ځینې اختلافات هم شتون لري.
خو دا مخامخ لیدنه به د مخامخ ډيپلوماسۍ په برخه کې یو ډیر ښه فرصت وي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر بایدن خپل لومړنی بهرنی سفر انګلستان ته وکړ.
بایدن به د خپل دې سفر په ترڅ کې د جون تر ۱۳ مې نیټې په انګلستان کې خپلو لیدونو کتنو ته دوام وکړي.
هغه به د لومړي وزیر بوریس جانس او وروسته بیا د انګلستان د ملکې علیزابت سره لیدنه وکړي.
هغه به د جون ۱۱ او ۱۳ مو نیټو ترمنځه جوویدونکي د جي شل په نړۍوال غونډه کې ګډون وکړي.
د جون په ۱۴ مه نیټه به بروکسل ته سفر وکړي. هغه به بروکسل ته د خپل سفر په لومړي ورځ د ترکیی د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدن وکړي.
همداشان د جون په ۱۵ مه نيټه به په بروکسل کې د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځه په غونډه کې ګډون وکړي.
همداشان د جون په ۱۶ مه نيټه به د سوئیس د جینیوا په ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړي.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.