بومي کاناډایانو حکومت نه په ټول هیواد کې ددوې د ماشومانو اړوند د ډله ایزو قبرولو لټولو غوښتنه وګړه
په کاناډا کې د بومي یا اصلي اوسیدونکو د ماشومانو د ډله ایز قبر موندل کیدو بومیانو سخت غبرګون پارولی
د کاناډا بومي وګړو یا اصلي اوسیدونکو لنډه موده مخکې پدې هیواد کې ددوې د ماشومانو د یو ډله ایز قبر د موندل کیدو نه وروسته د دولت نه په ټول هیواد کې یته د ورته د نورو قبرونو د لټولو غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د کاناډا د برتیش کولمبیا په ایالت کې د بومي یا اصلي اورسیدونکو د ماشومانو یو ډله ایز قبر وموندل شو. دا قبر په یو ستر ښوونځي کې د شپې لیلیه يي هم درلوده موندل شوی دی.
ویل کیږي دا ښوونځی په ۱۹۷۸ کال کې تړل شوی او فعالیت يي درلود شوی دی.
پدې ښوونځي کې د اتلسمې او نولسمې پيړیو ترمنځه هغه بومي ماشومان چې د حکومت او کاتولیکې کلیسا لخوا به يي د کورنیو څخه به يي اخیستل کیدل ددوې د کولتور ، فرهنګ، ژبې رسم او رواجونو د هیرو په خاطر به دلته روزل کیدل.
ددې ډله ایز قبر د موندل کیدو نه وروسته د بومي کاناډایانو استازو د کاتولیکې کلیسا نه ددوې نه د بښنې غوښتو غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې د کاتولیکې کلیسا اړوند په یو ښوونځي یا کلیسا کې داسې پيښې رامنځته کیږي. ددې کلیسا یو زیات شمیر راحبان او دیني ښوونکي د ماشومانو په جنسي ځوړونو او حتا جنسي تیریو باندې تورن شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.