د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو مشرانو پر بیلاروس د نوو بندیزونو د لګولو پریکړه وکړه.
د بیلاروس پر خلاف په نړۍواله کچه غبرګونونه دوام لري
د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو مشرانو پر بیلاروس د نوو بندیزونو د لګولو پریکړه وکړه.
د ویلو ده چې د اروپايي ټولنې مشرانو دا پریکړه د بیلاروس لخوا د ایرلنډ د هیواد یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د اتن نه ویلنیوس ته روانه وه په زور سره په پلازمینه مینسک د راښکته کولو په غبرګون کې وکړه.
بیلاروس په الوتکه کې بم دی په بهانه د ایرلنډ د هیواد یوه مساپر وړونکې الوتکه په زور ته راښکته کړه . همداشان د بیلاروس امنیتي ځواکونو وروسته پدې الوتکه کې سفر کوونکی ددې هیواد مخالف او منتقد ژورنالست ونیو.
نړۍوالې ټولنې د بیلاروس ددې اقدام په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو ټولو مشرانو د بیلاروس دا اقدام په کلکه توګه وغنده. همداشان د نړۍوال هوايي ټرانسپورت د سازمان نه د بیلاروس پر خلاف د تحقیقاتو پيلولو غوښتنه وکړه.
اروپايي ټولنې مشرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اروپايي ټولنې د ټولو غړیو
همداشان نوموړو د بیلاروس د هوايي شرکتونو پر مخ د اروپايي ټولنې د هوايي حریم د تړولو او د اروپايي ټولنې ټول هوايي ډګرونه ددې هیواد د الوتکو پر مخ د تړولو غوښتنه وکړه.
لیتوانیا بیا د بیلاروس نه خپل سفیر او ټول ډیپلوماټان هیواد ته راوغوښتل او د خپل هیواد نه يي ددې هیواد د ټولو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
د لیوانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په هیواد کې د بیلاروس د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته يي ویلي دي چې د ۴۸ ساعتونو په دننه کې باید د بیلاروس ټول ډیپلوماټان د لیوانیا د خاورې نه ووځي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د بیلاروس لخوا د حکومت د مخالف او منتقد ژورنالست رامان پراتاسویچ د نیولو په خاطر د یوې مساپر وړونکې الوتکې په اجباري توګه راښکته کول په کلکه توګه غندلي دي.
بایدن د بیلاروس ددې اقدام نه نړۍوالو قوانینو او اصولو ته د ښکاره سپکاوي په توګه یادونه کړې ده .
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.