د مالیزیا په پلازمینه کې د دوو ریل ګاډو د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په مالیزیا کې د میترو په کرښه کې دوه ریل ګاډي سره جنګیدلي دي

1644923
د مالیزیا په پلازمینه کې د دوو ریل ګاډو د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

 

د مالیزیا په پلازمینه کوالا لمپور د میترو په کرښه کې د دوو ریل ګاډو د جنګیدو له امله ۲۱۳ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د مالیزیا د ټرانسپورت وزیر وي کا سیونګ د پيښې نه وروسته خبرې رسنیو ته وویل چې د میترو په کرښه کې یو تش ریل ګاډي‌  چې امتحاني‌ سفر کولو د ریل ګاډي‌ د کرښې نه په وتو سره د مقابل لوري‌ نه د راروان بل ریل ګاډي‌ سره وجنګید.

هغه وویل چې دا پيښه په ځايي‌‌ وخت د شپې په ۸ بجو او ۳۳ دقیقو رامنځته شوه.

د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي چې د ټپیانو نه د ۴۷ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. پاتې ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

هغه وویل چې د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه