د قبرس د مسئلې په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي مهمې څرګندونې
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د قبرس د مسئلې په اړه په جینیوا کې د غیرې رسمي کنفرانس نه وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې د قبرس په اړه په جینیوا کې په جوړ شوي غیرې رسمي کنفرانس کې مو د رسمي لیدونو کتنو په اړه په نتیجه ونه رسیدو.
د قبرس د مسئلې په اړه په جینیوا کې د شمالي او سویلي قبرس د ضمانت کوونکو هیوادونو ترکیې، یونان او انګلستان په ګډون د پنځه جمع ملګري ملتونو غیرې رسمي کنفرانس په وروستۍ ورځې د ملګروملتونو مشر انتونیو ګوتریش مهمې څرګندونې وکړې.
هغه وویل د قبرس د ستونزې د حل لپاره مو د رسمي مذاکراتو د پیلولو لپاره ګډې نتیجې ته ونه رسیدو. هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو د دوام او مثبتې نتیجې د ترلاسه کولو په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړو.
د ویلو ده چې د قبرس د مسئلې په اړه د ملګروملتونو په کوربه توب پدې غیرې رسمي کنفرانس کې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار، د سویلي قبرس ادارې مشر نیکوس اناستاسیادیس ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندایس او د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر دومینک راب ګډون کړی وو.
د ملګروملتونو سرمنشي د کنفرانس په دویمې ورځې د غونډې نه وروسته د ګډون کوونکو په ویاړ د ماښام میلمستیا جوړه کړې وه.
د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار د قبرس د ستونزې د دایمي حل لپاره د ملګروملتونو سرمشي ګوتریش ته یو شپږ ماده يي وړندیز ورکړ.
هغه پدې وړاندیز کې د قبرس د ترک پلو ټول غوښتنې یوه یوه لیکلې وه.
هغه ویلي وو د قبرس په اړه به هیڅ داسې تړون چې د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ملي حاکمیت حقونه پکې خوندي شوي نوي او مساوي حق او حقوق ورته ورکړ شوي نوي لاسلیک نکړي. هغه د دوو مساوي حقونو نه برښمند دولتونو د حل لارې غوښتنه وکړه.